غني: افراط چې د بې اتفاقۍ لامل دی، له اسلام سره سمون نه خوري

افغان ولسمشر وايي، افراط چې د بې اتفاقۍ او جنګ سبب کېږي، د اسلام له جوهر سره سمون نه خوري.

محمد اشرف غني نن یکشنبه د کابل په امام زمان جامع جومات کې د عاشورا په مناسبت جوړو شويو مراسمو ته وويل، د هېواد دښمنان نه شي کولاى چې د افغانانو په منځ کې بې اتفاقي خپره کړي.

امام زمان هغه جومات دی چې موده مخکې پرې ډله ییز بريد نېږدې ٣٠ تنه وژلي او تر ۵۰ زیات نور یې ټپیان کړي وو چې دا عش ډلې یې مسؤلیت منلی و.

په کابل کې د سولې د عالي شورا رئيس محمد کريم خليلي هم په دې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته په وينا کې د افغانانو پر يووالي ټينګار وکړ او ویې ویل:

"راځئ! د حسيني عاشورا په برکت د افغانستان د مسلمان ملت يووالى چې د خداى په برکت وجود لري، داسې ټينګ کړو چې له داخل او بهر څخه زموږ دښمنان ونه کړاى شي، دغه يووالي ته کوچنى زيان هم ورسوي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د عاشورا په مناسبت د تکیه خانو، جوماتونو او نورو سپېڅلو ځایونو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.