خالقي: طالبانو په چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه پوسته نیولې

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه پوسته نیولې ده.

د چورې ولسوال امین الله خالقي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو د یادې پوستې د سقوط پرمهال د ملي اردو د ۲۰ تنو سرتېرو نه یو شمېر وژلي او ځینې له ځان سره ژوندي بېولي دي.

ولسوال وايي چې وسله والو طالبانو د دغه پوستې وسلې هم له ځان سره وړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشني سره باید ووایم چې تېره شپه مو د ملي اردو یوه پوسته وسله والو طالبانو سقوط کړه، ۲۴ سرتېري پکې ځای پرځای وه، څلور تنه يې ژوندي راغله او پاتې نور نادرکه دي."

خالقي داهم وویل چې دغلته لاهم درنه جګړه روانه ده او وسله وال طالبان د ولسوالۍ سل مترۍ ته رارسېدلي او په خبره یې که چېري ولایتي اداره ورته پوره پاملرنه ونه کړي دغه ولسوالي به سقوط وکړي.

په ورته وخت کې د ارزګان والي محمد نذیر خروټي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه یادې ولسوالۍ ته کمانډويي سرتېري رسېدلي او جګړه اوس کراره شوې ده.

وسله والو طالبانو وړمه شپه پر چورې ولسوالۍ له دریېو خواو نه حمله وکړه چې د چارواکو د معلوماتو په اساس دوه پولیس، یو د ملي اردو عسکر او ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي.

وسله والو طالبانو هم په استول شوې اعلامیه کې په چورې ولسوالۍ کې د څو پوستو د سقوط ادعا کړې ده.