رحیمزي: په ننګرهار کې د سوداګرو مېرمنو فعالیتونه مخ په ښه کېدو دي

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې له کرنیزو محصولاتو څخه د افغان سوداګرو مېرمنو اقتصادي فعالیتونه د ښه کېدو په حال کې دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي نن ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې شل تنه ښځو ته له رومیوو څخه د کچ اپ او روبو جوړولو ۵ ورځنۍ پروګرام هم عملي شو.

نوموړی وایي، دغه پروګرام د کرنې ریاست لخوا د څه باندې ۲۲ زره ډالرو په ارزښت پلی شو چې د پروګرام د لګښتونو تر څنګ روزل شویو ښځو ته د کار د پیل په هدف وړیا مرستې هم په کې شاملې دي.

ښاغلی رحیمزی وايي، په ننګرهار کې ښځې تر ډېره د کورنیو باغچو د جوړولو، د چرګانو د فارمونو او کرنېزو تخمونو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.