د صربیا په "نوي ساد" ښار کې لږترلږه ۳۰۰بشري فعالان را غونډ شوي او د پلاستیکي بوتلونو له سرپوښونو د داسې فرش جوړولو هڅه کوي چې ساری نه لري.
هغوی غواړي چې د ا ابتکار د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې ثبت شي.
فعالانو د نوي ساد ښارپه مرکز کې ۶۲۱متر مکعب ځمکه د پلاستیکي بوتلونو په سرپوښونو فرش کړې ده.
د فرش لپاره اته لکه سرپوښونه را غونډ شوي دي.
هغوی وايي چې د دې پلاستیکي فرش جوړولو لپاره یې له پینځو کلونو راهیسې د بوتلونو سرپوښونه ټولول.
د دې پروژې ګټه به معلولو کوچنیانو ته د مرستې لپاره ولګول شي.