په خوست کې د کاروان سرای د بدیل سړک د جوړولو کار پیل شو

په خوست کې د کاروان سرای په لوري غځېدلی سړک چې د څلورو ولسوالیو او یو شمېر مرکزي سیمو خلک ورڅخه ښار ته د تګ او راتګ لپاره ګټه اخلي او وخت نا وخت د ولایتي قواوو لخوا د امنیتي ګواښونو له کبله تړل کېږي، د یادې لارې د بدیل سړک د جوړلو کار پیل شو.

نن د شنبې په ورځ د خوست والي حکم خان حبیبي د نوي سړک د جوړولو د کار د شروع په ځای کې ازادي راډیو ته وویل، د کاروان سرای پر سړک د تګ او راتګ ستونزې له یوه نیمې لسیزې موجودې دي او د دې مسیر خلکو په پرلپسې ډول له ځايي ادارې د یادې ستونزې د حلولو غوښتنه کوله.

د خوست والي وویل، اوسنۍ لاره چې د مېلمه کوټ باغ له یوې برخې په موقتي ډول تېرېږي، دوه نیم زره متره اوږدوالۍ او اتلس متره پلنوالی به ولري.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"د دې په خاطر چې دا ستونزه مو راکمه کړي وي او امنیتي تهدیدات هم کم شوي وي، په دې اړه د ولایتي قواوو سره په تفاهم او په دې مسیر کې د اوسېدونکو خلکو سره په تفاهم کې مو تصمیم ونیو چې د کاروان سرای بدیل موقتي لاره پیدا کړو، تر څو مو ولسونو ته اسانتیا وربخښلي وي، هماغه وه چې نن يې چارې عملاً پیل شوې، دغه سړک به د ۱۸ متره پلنوالي او دوه نیم زره متره اوږدوالي باندې د یو موقتې او بدیلې لارې په نوم باندې جوړېږي."

د یادونې وړ ده د خوست څخه ختیځ لوري ته د کاروان سرای په لوري غځېدلی سړک د خوست له مهمو لارو څخه دی چې د چف مین په نوم د امریکايي ځواکونو د اډې له مخې تېر شوی دی.

یاد سړک چې په دې وروستیو کې د ولایتي قواوو لخوا د امنیتي ګواښونو او پېښو له کبله کله نا کله تړل کېږي، خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي، له دې مخکې څو ځلې خلکو د دې لارې د خلاصولو لپاره لاریونونه هم کړي و.