د امریکا متحد ایالتونه د عراق د کردستان د خپلواکۍ لپاره ترسره شوې ټولپوښتنه په رسمیت نه پېژني.
دا ټولپوښتنه د دوشنبې په ورځ وشوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پرون په یوه بیان کې وویل، دا ټولپوښتنه قانوني ستونزې لرې.
په دې بیان کې د یو موټي، فدرال، ډیموکرات او په خپلو پښو ولاړ عراق ملاتړ شوی دی.
ټیلرسن له ټولو خواوو د عراق د ګاونډیانو په ګډون غوښتنه کړې ده چې له زوره او ځواکه کار وانخلي.
د عراق کردانو د سپتمبر د پنځمې نیټې په ټولپوښتنه کې په غوڅ اکثریت د کردستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړ.