دانش: د عاشورا د مراسمو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د عاشورا د مراسمو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

سبا یکشنبه د هجري قمري میاشتې،مُحرَم الحَرام لسمه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه د کابل او ولایتونو په جوماتونو او تکیه خانو کې د عاشورا د مراسمو د ګډونوالو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.

نجیب دانش زیاته کړه:

"په ټول افغانستان کې مقدس ځایونه، په ځانګړي ډول هغه ځایونه چې په سنتي ډول، زموږ اهل تشیع وروڼه ورځي زموږ تر امنیتي پلان لاندې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د قلعه فتح الله پر اوم سړک د پرونۍ انتحاري حملې مسئولیت د داعش وسله والو اخیستی دی.

په دې حمله کې پنځه تنه وژل شوي او تر دېرش تنه زیات زخیمان شوی و.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حملې په تړاو یې درې مشکوک کسان نیولي دي.