د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو تیار دی چې له شمالي کوریا سره ګډ کار وکړي څو د هغه هېواد د اټمي پروګرام او د مزایلو جوړولو پروګرام له امله روان کړکېچ په سوله اییز ډول پای ته ورسېږي.
دروسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه دا وینا په هغه خبرپاڼه کې کړې چې د روسیې د سفیر او د شمالي کوریا په بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي امریکا د چارو د مشر تر کتنې وروسته خپره شوه.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې روسي لوري تائید کړې چې ستونزې په سوله اییز ډول او له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې د هغه وزارت مرستیال د شمالي کوریا په بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي امریکا د چارو له مشر سره کتلي دي.
د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د هغه هېواد د مزائيلو د ازموینو له امله د پيونګیانګ او واشنګټن ترمنځ کړکېچ په وروستیو کې لا زیات شوی دی.