امریکا په کیوبا کې د خپلو مامورینو شمېر کموي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کیوبا کې د خپلو مامورینو شمېر کموي.

دا پرېکړه تر یو لړ مشکوکو او مرموزو پېښو وروسته وشوه چې د سفارت لږترلږه یویشت کارکونکي یې له امله زخمیان شوو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پرون جمعه وویل چې د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې د امریکا سفارت به پرانیستی پاتې شي او عاجل کارونه به سرته رسوي خو د عادي وېزو ورکولو لړۍ به بنده شي.

د کیوبا په بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا د چارو مسئولې جوزفینا ویدال د هغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې امریکا په بېړه پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو به اغېز وکړي.

تمه ده چې د امریکا وګړو ته په یوه اعلان کې سپارښتنه وشي چې کیوبا ته له سفره ډډه وکړي.

په کیوبا کې د امریکايي ډیپلوماتانو کورنیو او یو شمېر ډیپلوماتانو ته چې هلته یې د شتوالي اړتیا نه شته د وتلو اعلان شوی دی.

د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې په ګډون یو شمېر څارونکي هڅه کوي چې د دې دلیل پیدا کړي چې ولې په هاوانا کې د امریکا د سفارت یو شمېر کارکونکو ته، په ناڅاپي ډول د سر درد، سرچرخي او د ستړیا احساس پیدا شوی دی.

حتی یو شمېر کسان کاڼه شوي دي.