د روسیې د حکومت یو مخالف سیاستوال، الکسي نوالني چې پرون په مسکو کې د هغه کورته نږدې پولیسو نیولی و، بېرته خوشې شوی دی.
ناوالني ویلي چې د دې کار هدف په نېژني نووګورود سیمه کې په یوه لاریون کې له ګډونه د هغه مخنیوی و.
الکسي ناوالني تقریباً لس ساعته د پولیسو په توقیف کې و.
له هغه څخه به په دې تور چې د روسیې وګړي یې په غیرقانوني لاریون کې ګډون ته هڅولي د نومبر په دوهمه نېټه پوښتنې وشي.
که چېرې په محکمه کې پر ناوالني دا تور ثابت شو چې د مظاهرو پر قانون یې تېری کړی، په دېرش ورځو زندان محکومېدلائ شي.
الکسي ناوالني د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین له سختو منتقدانو دی او په روسیه کې د جمهوري ریاست په را روانو ټاکنو کې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې کېږي، کاندیدۍ ته کمپاین کوي.
په روسیه کې د انتخاباتو مسئولانو ویلي چې هغه جرمي ثابته لري او جمهوري ریاست ته د کاندیدۍ پر شرایطو برابر نه دی.