ټویټر ټولنیزې شبکې په روسانو پورې تړلي نېږدې دوه سوه اکونټونه ځنډولي دي.
د ټویټر مدیرانو د امریکا په کانګرس کې د استخباراتو کمېټو ته په دې اړه د خپلو موندنو پایلې شریکې کړې.
هغوی همدا راز وویل چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو د تورونو د تحقیق په دوام یې په ټویټر باندې د ار ټي ټلویزیون دوه زره پوسټونه موندلي دي.
ټویټر شرکت همدا راز ۲۲ اکونټونه بند کړي چې په مستقیم ډول له څلور نیم سوو جعلي فیسبوکونو سره تړلي دي.