ترکیه د کُردستان په اړه عراق او ایران سره ګډه ناسته جوړوي

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم وايي غواړي د کُردستان د خپلواکۍ په پار د وروستۍ ټولپوښتنې په اړه له عراق او ایران سره یوه ګډه ناسته جوړه کړي.

بن علي یلدرم پرون ویلي په دې اړه چې راتلونکي کې څه ډول ګامونه پورته کړو ډېر ژر سره بحث کوو.

د ترکیې د صدراعظم دفتر ویلي چې بن علي یلدرم په دې اړه پرون د ایران له مرستیال ولسمشر سره هم خبرې کړي دي.

عراق، ترکیه او ایران د کُردستان د خپلواکۍ د وروستۍ ټولپوښتنې نتایج نه مني او غواړي په کُردانو فشار راولي څو د دې ټولپوښتنې له نتایجو نه تېر شي.

د کُردستان د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه تېره دوشنبه وشوه او نېږدې ۹۳ فیصده خلکو مثبته رایه ورکړه.

دېرش میلیونه کُردان په عراق، ایران، ترکیه او سوریه کې ژوند کوي.