افغانستان کې د نشه‌يانو شمېر تر ۳ میلیونو اوښتی او لا ډېرېږي

په افغانستان کې د نشه يانو شمېر تر درېیو میلیونو اوښتی او ورځ په ورځ پسې ډېرېږي، خو د عامې روغتیا وزارت اړوند د نشه يي موادو د استعمال کمولو ریاست هڅه کوي چې د معتادینو د درملنې او نورو هڅو له لارې دا شمېر را کم کړي او د ځينو وقايوي پروګرامونو له لارې د نشو مخه ونيسي.

په دې اړه زموږ همکار محمد ایاز ترنک د دې ادارې له مشر ښاغلي ډاکټر شاپور یوسف سره مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې د نشه يي موادو د استعمال کمولو اداره ولې جوړه شوه؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ډاکټر شاپور یوسف سره مرکه