د پکتیا ولایت د پولیسو او د نشهيي موادو د قاچاق وړونکو تر منځ وسلهواله نښته شوې چې ۲ تنه قاچاق وړونکي مړه او یو یې ټپي شوی دی.
د پکتیا ولایت د امنیت آمر نثار احمد عبدالرحیمزي رسنیو ته ویلي چې دې قاچاق وړونکو غوښتل زر کیلو ګرامه چرس قاچاق کړي چې د تېره ګردېز په سیمه کې د پولیسو او قاچاق وړونکو تر منځ نښته وشوه چې په نتیجه کې یې دوه قاچاق وړونکي مړه او یو تن یې له زرو کیلو ګرامو چرسو او دوه میله وسلو سره نیول شوی دی.
ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، په دې نښته کې پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.