په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي چې د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د درېیو میاشتو په بهير کې ۴۸ ټنه نشهيي مواد نیولي دي.
د افغانستان په اړه د یوناما په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې دا نیول شوي مواد د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جون میاشتې له لومړۍ بیا د اګسټ تر ۲۶ نېټې پورې، له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو له خوا په ۶۲۹ بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.
دغه ډول د یوناما په راپور کې راغلي چې د دې پېښو په تړاو ۷۰۸ تنه قاچاق وړونکي هم نیولي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د یوناما ادارې د تېرکال د راپور له مخې په افغانستان کې ۴۸۰۰ ټنه نشهيي مواد تولید شوي وو.