په کابل ښار کې پر یوه رنجر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې ده

د مقناطسي ماین د چاودنې له کبله د کابل ښار د لمړۍ حوزې اړوند د چند اول په سیمه کې یو رینجر موټر وسوځېد.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دغه پیښه نن ماښام شپږ نیمي بجې شوې ده.

نوموړي ددغه پېښې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ویل.

دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې د محرم د میاشتې په پلېدو په کابل کې ښار کې امنیتي تدابیر جدي شوي دي.

تېره ورځ هم د کابل هوايي ډګر ته څېرمه یو شمېر مخالفین په یوه کور کې ځای پرځای شوي وه او نېږدې شپاړس ساعته له افغان ځواکونو سره وجنګېدل.