د افغان حکومت له مخالفه وسله والو سره د سولې موضوع روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یاده شوه.
امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وویل چې دی هیله من دی چې د افغانستان لانجه د خبرو له لارې هواره شي.
یاماموتو زیاته کړه چې موږ باید اجازه ورنه کړو چې د جګړې بل موسم په افغانستان کې داسې پیل شي چې د سولې په خبرو کې مو ډېر پرمختګ نه وي کړی.
د ازادي په څپو کې دې پروګرام کې دا مسئله څېړو:
Your browser doesn’t support HTML5