د بشري حقونو د څارنې ډله: د عمروف محاکمه بې رحمانه غچ دی

د روسیې په تر اشغال لاندې کرېمیا کې یوې محکمې د کرېمیا د تاتارانو پېژندل شوی مشر علمي عمروف د بېلتون غوښتنې لپاره د فعالیتونو په جرم محاکمه کړ.

د بشري حقونو د څارنې ډلې "Human Rights Watch" ویلي چې د عمروف محاکمه داسې بې رحمانه غچ دی چې د مسکو له لوري د کریمیا له اشغال سره د هغه د مخالفت له امله اخېستل شوی دی.

د کریمیا په پلازمېنه کې د روسیې له لوري ټاکل شوي قاضي پرون چهارشنبه عمروف مجرم وګڼل او پر هغه یې حکم وکړ چې دوه کاله به په یوه کالوني کې تیروي.

کالوني هغو ځانګړو استوګن ځایونو ته ویل کېږي چې فابرېکو یا سترو کروندو ته نېږدې جوړې شوې وي او کله چې محکمه پر یوه مجرم په دې ځانګړو سیمو کې د اوسېدو حکم وکړي، استوګن یې په هغو کروند یا فابریکو کار کولو ته مجبور وي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د محکمې د حکم تر اعلان وروسته ازادي راډیو ته وویل چې عمروف تل ویل چې د هغه ټاټوبی باید ازاد وي او د هغه محاکمه د دې وینا د غچ اخېستلو هڅه ده.