عبدالله: افغان حکومت ټولو ګاونډیو سره د ښو اړیکو سیاست چلوي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په نوي ډیلي کې د افغان، هندي او امریکايي سوداګرو او سیاستوالو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت یې له ټولو ګاونډیو سره د ښو اړیکو سیاست چلوي.

ښاغلي عبدالله وویل، هېڅ هېواد باید د افغانستان او نورو هېوادونو له اړیکو اندېښنه ونه لري ځکه افغانستان هېڅ کله بل هېواد ته ستونزه نه ده پېښه کړې.

عبدالله عبدالله نن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج په ګډون له هندي چارواکو سره پر امنیتي او سیاسي مسایلو خبرو ته دوام ورکوي.

هندي رسنۍ وایي چې ټاکل شوې عبدالله له مودي سره د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې یو تفاهم لیک لاسلیک کړي.

له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې د کابل لپاره د امریکا سفیر هم ملګری دی او په نوي ډيلي کې د متحدو ایالاتو سفیر هم هلته په غونډو کې ګډون لري.