په زرګونو ایرانیانو په تهران کې د یوه پوځي ویر وکړ

په زرګونو ایرانیانو په تهران کې د هغه پوځي ویر وکړ چې داعش ډلې په سوریه کې د هغه سر پرې کړی دی.

لاریون کوونکو د محسن حجاجي له جنازې سره یوځای د هغه عکسونه او سره بیرغونه له ځانونو سره انتقال کړل.

د جنازې په مراسمو کې د پارلمان رئیس علي لاریجاني او یو شمېر نورو چارواکو برخه واخېسته.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د حجاجي د جنازې لمونځ ورکړ.

تمه ده چې د پنځه ویشت کلن حجاجي مړی نن په خپل پلرني ټاټوبي، نجف اباد ښارګوټي کې چې د تهران د جنوب په څلور سوه کیلومترۍ کې پروت دی، خاورو ته وسپارل شي.

حجاجي د اګسټ په لومړیو کې، داعش د عراق پولې نژدې ونیو.

د حجاجي جسد د داعش، د سوریې د پوځ او حزب اله ډلې ترمنځ د شوې موافقې له مخې ترلاسه شو.