پوتين اردوغان سره په کتنه کې د سوریې او عراق په اړه غږېدلی

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين به نن په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې او عراق په اړه خبرې وکړې.

له ترکیې څخه پوتین دغه یوه ورځنۍ کتنه وروسته له هغې ترسره کوي چې درې ورځې وړاندې دواړو مشرانو په ټيلیفوني خبرو کې د عراق په شمال کې د کُردستان د خپلواکۍ لپاره د لانجمنې ټولپوښتنې په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

د اردغان دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل چې دواړه مشران به د دوه اړخېزو او د سوریې او عراق په ګډون د سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

مسکو او انقره د سوریې په جګړه کې د دو مختلفو لورو ملاتړ کوي.

روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشار الاسد او ترکیه او د امریکا متحده ایالات هم د هغو یاغي ډلو چې د اسد د رژیم په وړاندې جنګیږي، ملاتړ کوي.

خو روسیې، ترکیې او ایران په روانه میاشت کې موافقه وکړه چې په ادلیب کې به د مخالفو ځواکونو تر کنټرول لاندې د شخړو د کمولو یوه سیمه رامنځته کوي.

له دې مخکې د جولای د میاشتې راهیسې د سوریې په درېیو نورو سیمو کې هم ورته سیمې رامنځ ته شوي دي.