د عراق صدراعظم: د کُردستان ټولپوښتنه باید لغوه شي

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي غوښتنه کوي چې روانه اوونۍ د خودمختاره کُردستان د سیمې له خوا د خپلواکۍ لپاره ترسره شوې ټولپوښتنه دې لغوه شي.

هغه وایي، دغه ټولپوښتنه باید لغوه شي او د اساسي قانون په چوکاټ کې خبرې پیل شي.

عبادي چې پرون د عراق د پارلمان غړیو ته خبرې کولې دغه راز وویل چې موږ به هېڅکله هم د دغې ټولپوښتنې پر نتیجو خبرې ونه کړو، موږ به د اساسي قانون له مخې د عراق قانون د کُردستان په ټولې سیمې تطبیق کړو.

د کُردستان د انتخاباتو چارواکو پرون د دغې ټولپوښتنې نتیجه خپره کړه او ویې ویل چې په سلو کې ۹۲،۷رایې ورکوونکو ورته مثبته رایه ورکړې او په سلو کې له ۷۲ زیاتو رایې ورکونکو په کې ګډون کړی دی.

په عین حال کې رویټرز خبر ورکوي چې پارلمان له عبادي وغوښتل چې د کُردانو تر کنټرول لاندې کرکوک سیمې ته پوځیان واستوي چې د تیلو د سرچینو کنټرول ترلاسه کړي.

د پارلمان په تصویب شوي پریکړه لیک کې د عراق له حکومته غوښتل شوي چې په کرکوک کې د تیلو سرچینې بیرته د تیلو د وزارت تر کنټرول لاندې راولي.

په کرکوک کې چې د څو قومونو خلک اوسي، کنټرول یې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د کرد پیشمرګه ځواکونو په لاس کې دی.

هغه مهال د عراق پوځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش د زور له امله سیمه پریښې وه.