په نوي ډیلي کې د افغاني تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د افغان تولیداتو دا نندارتون چې د هندوستان په مرکز کې د چهارشنبې په ورځ پرانېستل شو نېږدې دوه سوه افغان شاوخوا ۵ سوه هندي او د نېږدې ۶۰ امریکايي کمپنیو استازو په کې برخه اخېستې ده.

د افغاني تولیداتو دا نندارتون چې ټاکل شوې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له خوا پرانېستل شي خو د کابل په هوایي ډګر د توغندیزې حملې له امله د نوموړي سفر وځنډېده.

دا نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د هندوستان د مالیې وزیر او په هندوستان کې د امریکا د شازدافیرې له خوا پرانېستل شو.

په دې نندراتون کې په نېږدې سلو غرفو کې وچه او تازه میوه، قالینې، قیمتي ډبرې او زعفران نندارې ته کېښودل شوي دي چې څلور ورځې دوام کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب رحیمي په نوي ډیلي کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دې نندارتون مالي لګښت د امریکا پرمختیایي ادارې یو اېس ای ډي ورکړی دی.

ښاغلي رحیمې وویل، هیله لري چې د دې نندراتون له لارې به د هندوستان مارکیټونو ته افغاني تولیدات لاره پیدا کړي.

نوموړي دا هم وویل چې په راتلونکو ورځو کې به هندي او افغان سوداګر بېلابېلې ناستې ولري او هیله لري چې هندي سوداګر به د بېلابېلو سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې په برخه کې له افغان سوداګرو سره تړونونه لاسلیک کړي.

ویل کېږي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس به هم د پنجشنبې په ورځ نوي ډیلي ته را ورسیږي او د دې هېواد له ولسمشر، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره وګوري او په دوه اړخېزو سوداګریزو او سیاسي اړیکو او په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې د روانې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې نوې ستراتیژۍ کې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د هندوستان په مرسته ټینګار کړی او له دې هېواده یې غوښتنه کړې چې له افغانستان سره خپله همکاري زیاته کړي.

راپور: اکرام الله اکرام