ویناوال: که د ډاکټر نجیب د سولې پلان عملي شوی وای، اوسنۍ ناخوالې به نه وای

په خوست کې د وطن ګوند یو شمېر فعالان وايي، که خواوشا درې لسیزې وړاندې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د سولې پنځه فقره‎ییز پلان عملي شوی وای، نن به په‎دې هېواد کې شته ناخوالې نه وای.

دوی چې د چهارشنبې ورځې ناوخته د ډاکټر نجیب الله د وژنې د ۲۱ تلین په مناسبت غونډه او د قرانکریم د ختم په ناسته کې راټول شوي وو، وویل چې اوس نړۍ دې نتیجې ته رسیدلې ده چې په‎دې هېواد کې د تل‎پاتې امن او د جګړو د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د نجیب‎الله د ملي روغې جوړې سیاست پلی شي.

د وطن ګوند یو غړي سخي جان سرحدي وویل، د دوی مشر ډاکټر نجیب الله به ویل چې د افغانستان د سولې لپاره قدرت څه چې د سرقربانی ته هم تیار دی او ده خپله ژمنه ثابته کړه.

سخي جان سرحدي وویل، که هغه وخت نړۍ د نجیب‎الله غوښتنه درک کړې وای، دا ستونزې نه رامنځته کیدې.

د وطن ګوند یو غړی سخي جان سرحدي

دی وايي:

"ډاکټر نجیب الله به چې څه وویل هغه به يې عملي کول، د ده په نظر او عمل کې واټن نه وو، که د ډاکټر نجیب الله د سولې پنځه فقره‎ییز پلان عملي شوی وای او توطیه نه وای جوړه شوې، نو دا کلونه کلونه وینه به نه تویدای."

لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي وویل، درې لسیزې وروسته نړۍ په‎دې پوهه شوه چې جګړه نه د افغانستان حل لاره ده او نه په‎دې هېواد کې د جګړې په شتون کې نړۍ د ارامۍ احساس کولای شي.

لیکوال او ژورنالېست محمدغفور مهیدي

ښاغلي مهیدي زیاته کړه:

"کم زیات ۳۰ کاله مخکې د بین الافغاني تفاهم په خاطر، د سولې په خاطر او د جنګ د پای په خاطر د همدې شهید په نووښت ملي روغه جوړه اعلان شوه، اوس چې د نړۍ بله لاره ورکه شوه، نو اړ شول او دا يې ومنله چې د ډاکټر نجیب الله له طرحې پرته د افغانستان د خلکو لپاره د سولې بله لاره نشته."

په غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو هم برخه اخېستې وه. مفتي محمدسلیم منصور ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل:

"له ټولو هېوادو په خاصه توګه له ځوانانو هیله کوم چې د ډاکټر نجیب الله غوښتنې او لاره چې هغه سوله، امن، ابادي، وطندوستي، اتفاق، اتحاد او ورورولي وه تعقیب کړي."

مفتي محمدسلیم منصور

د خوست یو تن ځوان سبیل روښان وویل، که په‎دې هېواد کې د سولې سیاست پلی شي، نو دا هېواد به له شته ناخوالو راووځي او د نړۍ د پرمختګ د کاروان ملګری به شي:

"له مشرانو د ځوانانو په نماینده‎ګی دا هیله کوم چې د ډاکټر نجیب الله د سولې دا سیاست پرمخ بوځئ چې زموږ دا وروسته پاتې هېواد چې په رښتیا سره د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شوی دی، د دې ناخوالو څخه نجات بیامومي او هېواد په یو سلیم مسیر باندې رهبري کړو."

د یادونې وړ ده، ډاکټر نجیب الله په افغانستان کې د شوروي پلوه نظام څلورم یا وروستۍ جمهور رئيس وه، که څه هم یو شمېر افغانان او ډلې تر ولسمشری مخکې د ډاکټر نجیب الله پر دندو نیوکې لري، خو په ټوله کې د سولې لپاره د ده هڅې ستايي.

ډاکټر نجیب الله ۲۱ کاله وړاندې په همدې ورځ طالبانو پر کابل د خپلې واکمنۍ په لومړني سهار د ملګرو ملتونو له دفتره په زور راویست، ويې واژه او د کابل په اریانا څلور لارې کې يې د ده له ورور شاپور احمدزي سره یو ځای په عام محضر کې وځړاوه.

ډاکټر نجیب الله او ورور يې څنګ په څنګ د پکتیا په میلن کې په خپل پلرنۍ هدیره کې خښ شوي دي.

راپور: نجیب الله الوخېل