د پاکستان یوې محکمې د دې هېواد د مالیې وزیر وروسته له هغې په مالي فساد تورن کړ چې څېړنو وموندله د نوموړي پانګه د ده د څرګندو عوایدو سره سمه نهده.
اسحق ډار ته د چهارشنبې په ورځ په محکمه کې دا تورونه د قاضي لهخوا واورول شول.
د مسلم لیګ نواز ګوند یو چارواکي چې په محکمه کې حاضر و، رسنیو ته ویلي چې ډار پر ده لګیدلي تورونه رد کړل.
ډار خپله نن په اسلام اباد کې محکمه کې له څرګندېدو وروسته رسنیو ته څه نهدي ویلي، خو تر دې مخکې یې پر ځان د اداري فساد تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د قوانینو له مخې اسحق ډار تر هغې چې محکمې مجرم نهوي ثابت کړی د مالیې د وزیر په توګه خپلې دندې دوام ورکولی شي خو د اپوزیسیون ډلو له نوموړې غوښتي چې استعفا دې وکړي.
اسحق ډار د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف سره نژدې اړیکې لري، نوموړی هم د جولای په میاشت کې د محکمې لهخوا له دې کبله چې عواید یې له پانګې سره برابر نه وو، له واکه لېرې شو.
محکمې ته د اسحاق ډار تر حاضرېدو یوه ورځ مخکې له واکه لېرې کړی شوی صدراعظم نواز شریف هم د مالي فساد د تورونو له کبله په اسلام اباد کې یوې محکمې ته حاضر شوی و.