د پولیسو نړیوال سازمان "انټرپول" په دې سازمان کې د فلسطیني ادارې د شمولیت غوښتنه منلې ده.
انټرپول نن پر خپل ټویټر وویل چې د سالومون ټاپوګان او فلسطین د دې سازمان د غړېو په توګه ومنل شول.
د فلسطین کاندیدي په بیجینګ کې د انټرپول د پولیسو په کلنۍ غونډه کې تائید شوه.
د فلسطین د خپلواکۍ سازمان پر خپل ټویټر ویلي چې د انټرپول د نړیوالو پولیسو د سازمان ۷۵ فیصده غړیو د فلسطین غړیتوب ته مثبته رأیه ورکړې ده.
دا د فلسطین د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کېږي چې غواړي په نړیوالو سازمانونو کې د غړیتوب له لارې د یو خپلواک دولت د جوړولو هدف ته نژدې شي.
اسرائیل چې په انټرپول کې د فلسطین د غړیتوب سخت مخالفت کاوه چې تر اوسه یې په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.
فلسطیني اداره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په ملګرو ملتونو کې د څارونکي په توګه ومنل شوه او د دې ادارې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له هغې راهېسې یې په ۵۰ نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب تر لاسه کړی دی.