پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي!

نعیم خان توری د پښتو د روانې موسیقۍ هغه ځلانده او یاد نوم دی چې کله یې په ۲۰۰۶میلادي کال کې په خپل زړه راښکونکي غږ (پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي.... لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي) غزل ووایه، نو په لر او بر کې یې تود هرکلی وشو او په لږ وخت کې یې ډېر مینه وال وموندل.

نعیم خان توری د کُرمې ایجنسۍ قبایلي سیمې اوسېدونکی دی، له پېښور پوهنتونه یې په ټولینزو چارو او انګلیسي ادبیاتو کې ماسټرۍ کړي، خو له خپل ولس سره مینې د پښتو موسیقۍ میدان ته راوستی دی.

زموږ همکار ذبیح مومند له نعیم توري سره د هغه د هنري ژوند په ګډون په یو لړ هنري مساېلو هر اړخېزه مرکه کړې چې د ښاغلي توري په یوه مشهوره سندره پیلېږي او تاسو یې اورېدو ته رابولو.

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي توري سره مرکه

مرکه: ذبیح مومند