په لوګر کې ټرافیکو د بې اسناده ګاډو راجسټرکول پیل کړل

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، په یاد ولایت کې به هغه ټول لوی او واړه ګاډي ثبت او راجسټر کړي چې قانوني اسناد نه لري او ګمرکي محصول يې نه دی شوی.

دوی وايي، په دې سره به له یوې خوا د دولت عواید لوړ شي او ټرافیکي نظم به رامنځته شي او بل لوري به د هغه جرمونو مخه هم ونیول شي چې د دا ډول ګاډو څخه په کار اخیستنې ترسره کېږي.

د لوګر د ترافیکو مدیر سمونمل محمد واسع ازادي راډیو ته وویل، د نوي سیستم په پلي کېدو سره د کانټینري ګاډو مالکان بایومیټریک کېږي او د قانوني مراحلو د بشپړولو لپاره وروسته ګاډو ته لومړی موقتي او وروسته دایمي نمبر پلېټ ورکول کېږي.

د لوګر د ترافیکو مدیر زیاتوي:

"د دې سیسټم په ایجاد سره به هم دولت ته څه نا څه عواید په لاس ورشي او هم ځینو زورواکو چې بې پلیټه ګاډي به يې په غیر قانوني شکل سره ګرځول او اکثره ناخوالې له داسو موټرو راپیدا کېدې، د دې په مخنیوي کې به دا سیسټم ګټور تمام شي"

په کورنیو چارو وزارت کې د برېښنایي تذکرو د برخې یو مسوول ګل حبیب احمدزی چې د لوګر د ترافیکو په اداره کې د بایومیټریک سیستم د فعالولو لپاره ورغلی وايي، په یاد ولایت کې د یو کیلي موټر له ثبتولو وروسته به دا بهیر ټول هېواد ته وغځېږي او په دې توګه به بې اسناده ګاډي ثبت او راجسټر شي.

خلک دا ګاډي د دې لپاره رانیسي چې نوي دي او بیه يې هم د اسناد لرونکو ګاډو په پرتله ډېرې ټيټي دي، خو پوځي چارواکي يې امنیت ته به زیان بولي او وايي چې په ناامنیو کې ډېر کله له دا ډول ګاډو کار اخیستل کېږي.