د پکتيا د پوهنې رئیس: د ازادي راډيو د راپورونو پر اساس مې ډېر اقدامات کړي

د پکتيا د پوهنې رئيس په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دی په دغه ولايت کې د معارف وضعيت بدلېدو لپاره په جدي هڅو کې دی.

د ده په خبره د ښوونکو د غير حاضرۍ او په ښوونځيو کې د نورو ستونزو د پلټنو او له منځه وړو په موخه يې جدي کارونه پيل کړي دي.

د پکتيا پوهنې رئيس کوچي ځاځي په يوه ځانګړې مرکه ازادي راډيو ته وويل چې په تېر کې يې هم د ازادي راډيو د راپورونو پر اساس په معارف رياست کې تغير راوستی او داځل به هم د ازادي راډيو د تحقيقي راپورونو پر اساس تغير راولي.

د ازادي راډیو خبریال داود تپان له کوچي ځاځي څخه د مرکې په سر کې پوښتلي چې څومره وخت کېږي دی د پوهنې رئيس په توګه ګمارل شوی او تر اوسه يې د وضعيت بدلېدو لپاره څه کړي دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له کوچي ځاځي سره مرکه