د کرویشیا یوې محکمې پرون د سرب ملېشو یو قوماندان د ۱۹۹۰ کلونو د کورنۍ جګړې پر مهال د جنګي جرمونو په قضیه کې په ۱۵ کال بند محکوم کړ.
د محکمې درې کسیزه هئیت دراګان واسلیج کویج د هغو جرمونو په قضیه کې محکوم کړ چې له یوګوسلاویا څخه د وسله والو سربیانو له جلا کېدو وروسته ترسره شول.
محکمې وویل واسیلج کویچ د دوه ملکي وګړو د وژلو او د کرویشیايې پولیسو او سرتېرو د زنداني کولو او وهلو په پېښو کې مجرم پېژندل شوی دی.
خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او د محکمې بهیر يې جعلي بللی دی.
دراګان واسیلیج کویج په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د استرالیا د حکومت لخوا کرویشیا ته وسپارل شو.