د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په اسیايي لوبو کې د برنزو د مډال له ګټولو پاتې شو.
افغانستان پرون له جاپان سره لوبه وکړه چې یو د یو په مقابل کې مساوي پای ته ورسېده.
د دې سیالۍ پرېکړه په پنځو پنالټیانو وشوه چې په ترڅ کې يې جاپان وتوانېد ګټونکی شي.
افغان لوبغاړو تر دې مخکې په اسیايي لوبو کې چې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې کېږي، کوربه هېواد، چین، مالدیف، متحده عربي اماراتو، او ازبکستان ته ماته ورکړې وه .