اردوعان د کردستان چارواکي په غدارۍ تورن کړل

د ترکیې ولسمشر رجب طبیب اردوغان د عراق د کردستان د سیمې چارواکي په غدارۍ تورن کړل.

اردوغان نن په انقره کې د خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې عراقي کردان به له لوږې مړه شي چې ترکیه د هغوی موټر بند کړي چې ترکیې ته واوړي.

پرون د عراق په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وشوه.

تمه ده چې د دې ټولپوښتنه ابتدایي نتیجه نن روښانه شي.