اصف مهمند: حکومت باید زما له دوسیې سیاسي ګټه وانخلي

د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند وایي، حکومت باید زما له دوسیې سیاسي ګټه پورته نه کړي.

اصف مهمند نن سې شنبه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، که چېرته ژر تر ژره د ده دوسیه لویې څارنوالۍ ته وړاندې نه شي، اعتصاب به وکړي.

ښاغلي مهمند وویل:

"دوسیه بشپړه شوې، تاسو ښاغلی ولسمشر واقعیت نه افشا کوئ، عدلي او قضایي چارو ته یې نه استوئ، زما ملاتړي ما مجبوروي چې د ارګ مخې ته د تحصن خیمه ووهم."

اصف مهمند مخکې هم ویلي وو چې حکومت د ده قضیه جدي نه تعقیبوي.

اصف مهمند وایي چې د زمري د میاشتې په ۲۳ مه د بلخ په مولانا جلال الدین بلخي هوایي ډګر کې، د بلخ د والي عطا محمد نور د کسانو له لورې ونیول شو او ووهل شو.