د هرات چارواکي وايي، هغه کس چې تېره اوونۍ یې د اسلامي حزب پر مشر ګلبدین حکمتیار د بوټ وار کړی و، د ملي امنیت له توقیفه خوشې شو.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له عبدالواحد دادشاني څخه تحقیقات وشول او بیا خوشې شو.
نن په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسیدونکي د عبدالواحد دادشاني په ملاتړ د هرات د ولایت د ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو او د دې کس د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.
تېره اوونۍ چې کله ګلبدین حکمتیار د هرات په جامع جومات کې د جمعې په ورځ خطبه ویله، دغه کس د بوټونو وار پرې وکړ چې بیا د ملي امنیت له لورې توقیف شو.