د هرات د سوداګرۍ او صنایعو مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې د سوداګرو لیوالتیا ورځ تر بلې پانګونې ته زیاتېږي.
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توریالي غوثي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر سوداګر غواړي چې د هرات په صنعتي پارک کې د مرمرو د ډبرو د پروسس او دغه شان د پلاسټیکي توکو، خوراکي موادو، کرنیزو توکو او بسته بندۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړی وايي چې په دغه ولایت کې ورځ تر بلې صنعتي او اقتصادي فعالیتونه ډېرېږي.
اوس مهال د هرات په صنعتي پارک کې، له ۴۰۰ زیاتې تولیدي فابریکې فعالیت لري.