د اسرائیل چارواکي وايي چې یوه فلسطیني وسله وال کس درې اسرائیلیان په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د اسرائیل د پوځ راډیو او روغتیايي چارو مسؤلینو ویلي چې دغه حمله کوونکي په لوېدیځ بیت المقدس کې د یهودانو په یوه مرکز کې په خلکو ډزې کړې دي.
د حرادار سیمې یوه اوسېدونکي د پوځ راډیو ته ویلي چې وسله وال فلسطیني د یهودانو دې مرکز ته له یو ډله فلسطیني کارګرو سره ننوت او د اسرائیل په معلولو پولیسو یې ډزې وکړې.
د پوځ راډیو دا هم ویلي چې حمله کوونکی ویشتل شوی، خو د وضعیت په اړه یې څه جزییات نشته.