نن سې شنبه د کردستان د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې اعلانېږي

په کردستان کې د خپلواکۍ د ټولپوښتنې لپاره پرون دوشنبه ډېر شمېر خلکو رأیه کارولې او له تمې سره سم یې باید نن سې شنبه لومړنۍ پایلې روښانه شي.

د انتخاباتو کمېسیون ویلي چې نېږدې څلور میلیونه او شپږ لکه کسانو د رأیې ورکونې لپاره نومونه ثبت کړي وو او له دې ډلې یې درې میلیونه او درې لکه کسانو رأیه ورکړې ده.

دا د راجستر شویو خلکو ۷۷ فیصده برخه ده.

د کردانو د مرکزي ښار ایربیل خلکو ۹۰ فیصده د کردستان د خپلواکۍ لپاره مثبته رأیه ورکړې ده، خو د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي چې د کردانو له مشرانو سره به د هغه څه په اړه چې دی یې ناقانونه ټولپوښتنه بولي، خبرې ونه کړي.

له دې ټولپوښتنې وروسته، پرون دوشنبه ناوخته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس ویلي چې دی د ټولپوښتنې د "بې ثباته کوونکو اغېزو" په اړه سخته اندېښنه لري.

ښاغلي ګوترس د عراق په ملي حاکمیت او یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د عراق حکومت او د کردانو مشران د خپلو اختلافونو د هواري لپاره خبرې وکړي.

متحده ایالتونو هم پرون تر ټولپوښتنې وروسته خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې دا به د کردانو او کردستان لپاره سختي او بې ثباتي نوره هم زیاته کړي.