د افغانستان د امنیتي ځواکونو د معلولو لوبغاړو ورزشي ټیم د ماتې نه مننونکو انوېکټوس په نړیوالو لوبو کې یو د نقرې او یو د برنزو مډال وګاټه.
د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقي چې دې سیالیو ته ورغلی دی په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي چې افغان لوبغاړو محمد عیسي اکبري او نصیر احمد حلیمي د وزن پورته کولو په برخه کې د نقرې او بُرنزو مډالونه ګټلي دي.
د افغان لوبغاړو لوبې د کاناډا په وخت د دوشنبې په ماښام مهال وشوې.
دا لوبې د کاناډا په په ټورنټو کې پیل شوي دي او د نړۍ د ۱۷ هېوادونو ۵۵۰ معلول سرتیري په څو رشتو کې سره سیالي کوي.
د افغانستان په استازیتوب اوه کسان په دې لوبو کې برخه لري.