د جوزجان ولایت د قوش تېپې او درزاب ولسوالۍ د پولیو واکسین له کمپاین بې برخې شوي دي.
دا خبره د جوزجان د عامې روغتیا رئیس فریدون حبیب پرون وکړه او ويې ویل چې په یادو ولسوالیو کې د طالب وسله والو او داعش جنګیالیو د جګړې دوام د دې لامل شوی چې ۲۵ زره ماشومان له واکسین بې برخې شي.
د جوزجان په اتو ولسوالیو کې د مرکز په شمول یو لک او اویا زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې واکسینېږي.