سپینې ماڼۍ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ ادعا رد کړه

سپینې ماڼۍ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر دا ادعا چې ګواکې امریکا ورسره د جنګ اعلان کړی دی، رد کړه او هغه یې بې ځایه خبره وبلله.

د امریکا د ولسمشر ویاندې سارا هاکبي سندرز څو ساعته وروسته له دې خبریالانو ته په دې باب خبرې وکړې چې د شمالي کوریا یوه جګپوړي ډیپلوماټ ادعا وکړه؛ پیونګ یانګ حق لري د ځان دفاع وکړي او یا د امریکا جنګي الوتکې حتي د شمالي کوریا له حریم څخه دباندې وغورځوي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې دا ادعا بیخي ناسمه او بې ځایه ده.

تر دې مخکې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر زي یونګ هو په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې امریکا ته د ځواب ویلو لپاره ټول انتخابونه د دوی پر مېز دي.