د ارزګان چارواکي ادعا کوي چې ولایتي روغتون یې بېرته پرانیستی دی.
دا خبره د ارزګان د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل ازادي راډیو ته وکړه خو ویې ویل چې لا هم ۵۸ روغتیايي مرکزونه تړلي پاتې دي.
د ارزګان عام خلک بیا د روغتیايي مرکزونو په بندېدو انتقاد کوي.
په ارزګان ولایت کې د ولسوالیو روغتیايي کلینیکونه نژدې ۱۰ ورځې وړاندې تړل شوي و او د مرکز ترینکوټ مرکزي روغتون هم تر هغې یوه اوونۍ وروسته وتړل شو.
طالبانو د یوه بیان په خپرولو سره ویلي و چې دا مرکزونه یې د ډاکټرانو او درملو د نشتوالي په سبب تړلي دي.