د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سمارا ولایت والي میرکوشکین برطرفه کړ.
پوتین دا اقدام په داسې حال کې وکړ چې اوازې وې؛ د مارچ په میاشت کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې به سیمه ییز مشران بدل - رابدل شي.
د سامارا اوبلاست د سیمې د والي د برطرفۍ په اړه د پوتین په فرمان کې چې پرون سې شنبه د کرملین په ویبپاڼه کې خپور شو، راغلي چې ولسمشر د میرکوشکین استعفا منلې او د روسیې د سنا جرګې غړی دیمیټري ازاروف یې د هغه پر ځای سرپرست والي ټاکلی دی.
میرکوشکین له ۲۰۱۲ څخه د سامارا ولایت والي و.