د روسیې دفاع وزارت وايي، یو روسی جنرال چې د سوریې د حکومتي ځواکونو د سلاکار په توګه یې کار کاوه، د دغه هېواد په ختیځ کې وژل شوی دی.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د خپل هېواد د دفاع وزیر په قول وویل چې ډګر جنرال والري اساپوف د سوري پوځیانو د قوماندې په پوسته کې و او د دیرالزور ښار د ازادولو په عملیاتو کې یې د قوماندانانو څارنه کوله چې د سختدریځو له لوري د هاوان په ویشتل شوي ګولۍ سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سرګي ریباکوف د دغه روسي جنرال د وژل کېدو په خاطر د امریکا متحد ایالتونه ملامت وبلل.
روسیه او د امریکا متحد ایالتونه د سوریې په جګړه کې د بېلابېلو ډلو ملاتړ کوي.