د جاپان صدراعظم وايي د پارلمان ملي جرګه به منحل کړي

د جاپان صدراعظم شینزو ابي

د جاپان صدراعظم شینزو ابي وايي، د پارلمان ملي جرګه به منحل کړي او په اکتوبر میاشت کې به تر وخت مخکې انتخابات وکړي.

د جاپان صدراعظم دا کار په داسې وخت کې کوي چې د دغه هېواد سیاسي مخالفین په ښه وضعیت کې نه دي او د ده خپل ولسي شهرت زیات شوی دی.

ښاغلي ابې پرون دوشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، د پارلمان ملي یا لاندینۍ جرګه به د پنجشنبې په ورځ منحل اعلان کړي.

ده همدا راز وویل چې انتخابات به د اکتوبر په ۲۲مه ترسره او رسمي انتخاباتي کمپاین به د اکتوبر په لسمه پیل شي.

د جاپان د صدراعظم شهرت د جولای له دېرشمې را په دې خوا په سلو کې ۵۰ زیات شوی دی.