امریکا ته د ۸ هېوادونو د اتباعو پر داخلېدو محدویتونه وضع شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالاتو ته د ایران په شمول د اتو هېوادونو د اتباعو پر داخلېدو نوي قیودات او محدویتونه وضع کړل.

پروني تازه قیودات د چاډ، ایران، شمالي کوریا، ليبيا، سومالیا، سوريې، وینزوویلا او یمن پر اتباعو تطبیقېږي.

پر سوډاني اتباعو امریکا ته پر داخلېدو لګول شوي محدودیتونه لېرې شوي دي.

که څه هم امریکا ته د عراقیانو پر سفر بندیز نه دی لګول شوی خو د دې هېواد وګړي به متحده ایالاتو ته د سفر پر مهال له سختو امنیتي تدابیرو سره مخ کیږي.

امریکا ته د دغو هېوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه به د راتلونکې اکتوبر میاشت له ۱۸ مې نېټې عملي کیږي.

ډونالډ ټرمپ پرون پر خپل ټویټر ولیکل چې د امریکا خونديتوب ورته لومړیتوب لري.

شمالي کوریا او ونزویلا دوه غیر اسلامي هېوادونه دي چې پر اتباعو يې امریکا ته د سفر محدودیتونه او قیودات پرې لګول شوي دي.