د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل نن د ائتلاف د ممکنه غړو پر جلبولو غور کوي.
پرون د هغې محافظه کار عيسوي د سوسيال اتحاد بلاک د ملي انتخاباتو پر مهال د تمې خلاف د لږو رايو د خپلولو له کبله په کمزوري موقف کې راغى.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل په برلين کې د انتخاباتو د نتيجو تر اعلان وروسته وويل:
"په دې کې شک نه شته او څرګنده خبره ده چې موږ د انتخاباتو د ښې نتيجې هيله درلوده."
دغو انتخاباتو ښي اړخي ګوندد جرمني لپاره د بديل ملتپال ګوند ته زمينه برابره کړه چې په تېرو ۵۰ کلونو کې د اور وار لپاره پارلمان ته لار ومومي.
د پارلماني انتخاباتو د نتايجو له مخې د مېرکل عيسوي ډيموکراټ اتحاد يوازنى ګوند دى چې کولاى شي نوى حکومت رهبري کړي.
خو کيڼ اړخي سوسيال ډيموکراټ ګوند چې له ٢٠١٣میلادي کال راهيسې د مېرمن مېرکل متحد و، تر ماتې وروسته وويل، له اپوزيسيون سره به ملګرى شي.
دغه ګوند له دوو واکمنو سياسي ګوندونو څخه په جوړ شوي ائتلاف کې له مهمو شريکانو څخه و.
د يوه ائتلافي حکومت جوړونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.