د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ټيم د پنځو يو ورځنيو مسابقو لپاره بنګله دېش ته روانه شوه.
دغه مسابقې چې د پنجشنبې په ورځ پيلېږي د اکتوبر مياشتې تر شپږمې نېټې دوام کوي.
د کرکټ بورډ پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې د دغو مسابقو هدف د اسيا کپ او نړيوال جام لپاره د ١٩ کلنو د ټيم چمتو کول دي.
د ١٩ کلنو د اسيا کپ سيالۍ په نوامبر مياشت کې په ماليزيا کې او نړيوال جام سيالۍ د راتلونکي ميلادي کال په جنورۍ مياشت په نيوزيلنډ کې ترسره کېږي.