د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله، د بنګله دېش د ۱۹ کلنو له ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو سیالیو په هدف، نن دوشنبه بنګله دېش ته ولاړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې یادې لوبې د سپټمبر په ۲۸ مه پیلېږي او د اکټوبر په ۶ مه پای ته رسېږي.
د دغو سیالیو هدف، د اسیا کپ او نړیوال کپ لپاره د ۱۹ کلنو د لوبډلې تیاری دی.
د یادونې ده چې د ۱۹ کلنو اسیا کپ سیالۍ د روان کال په نومبر کې په مالیزیا او نړیوال کپ د راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له ۶ مې تر ۲۶ مې په نیوزلنډ کې تر سره کېږي