چارواکي: غزني کې د جنګل سبز په نوم عملیاتو ښه نتیجه ورکړې

د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې روانو عملیاتو کې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او ګنې سیمې ورڅخه پاکې شوې دي.

د دغه ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژبله اوښتې او سخت يې ځپلي، خو وايي چې کره شمېري یې نه دی معلوم.

د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو له وسله والو طالبانو سپندي، زرګر، کلتي او شابازه سیمې چې نوې پوستې یې پکې ځای پرځای کړي پاکې شوې دي.

نوموړی وايي چې په یادو عملیاتو کې ۳ افغان سرتېري هم ټپیان شوي او په خبره یې چې عملیات يې لاهم په سیمه کې روان دي.

د اپه داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د لایتي شورا مسؤلینو ویلي وو چې په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه تش په نوم عملیات ترسره کوي.

د یادونې وړه ده چې په دغه ولایت کې له ډېرې مودې راهیسې د جګړې دګر تود اوهره ورځ او شپه په یاد ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه او وسله وال طالبان، له یو بل سره په جګړو بوخت وي چې دواړه یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کوي.