سرګي لاوروف: امریکا به پر شمالي کوریا حمله ونه کړي

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دی باور لري چې امریکا به پر شمالي کوریا برید ونه کړي، ځکه واشنګټن پوهېږي چې پیونګ یونګ اټمي وسلې لري.

سرګې لاوروف پرون یکشنبه د روسيې یوه ټلوېزیون ته په مرکه کې وویل، امریکا به پر شمالي کوریا حمله ونه کړي، د ده په خبره، داسې نه ده چې واشنګټن شک لري، بلکې په یقیني ډول ورته معلومه ده چې دغه هېواد اټم بم لري.

سرګې لاوروف وویل، دی له شمالي کوریا دفاع نه کوي، خو فقط هغه تحلیل کوي چې ټول يې مني.

د شمالي کوریا له خوا د توغندیو وروستیو ازمېښتونو د دې هېواد او امریکا ترمنځ کړکېچ پراخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره، دې بحران د تېر بل هر وخت په مقایسه د اټمي جګړې خطر زیات کړی دی.